د افغانستان ملي تحریک


افغانیت ، اسلامیت او انسانیت


ژوند ، پوهه او ګروهه

:

د افغانستان د ملي تحريک فعاليتونه

 

  • ملي تحريک د ۱۳۹۲ل کال د چنګاښ مياشتې پر (۲۰) مه نېټه په کابل کې په داسې حال کې د خپل شتوالي او ټوکېدو اعلان وکړ، چې د ځينو مفکرو افغانانو د اوږدو تجربو او مشورو بهير يې بشپړ کړی و. لومړنيو کسانو چې غوښتل يې د ملي تحريک د جوړېدو د اړتيا اعلان پر  ټلوېزيون خپور شي، په دې ډول وو: پوهنوال محمد اسمعيل يون، سيال غورځنګ، ميرويس ستانکزی ، مجيب الرحمن لحاظ، ضياءالرحمن ضياء، وفاالرحمن وفا، انور اتل، محبت الله محبت، محمد داود يار، نجيب انورزوی،    ،      ،      او نور...

دوی يوه موقته دارالانشا جوړه او د ژوندون ټلوېزيون له څپو يې خپل ليکلی او ګړنی اعلان خپور کړ.
اعلان په دې ډول دی:

 

د افغانستان ملي تحريک خبرتيا
( افغانيت، اسلاميت او انسانيت)

 

د تېرو څو کلونو په بهير کې د يو زيات شمېر افغان مفکرينو، ليکوالو پوهانو، فرهنګيانو، قومي شخصيتونو، ځوانانو او د مدني ټولنو د ځينو فعالانو له خوا د داسې يو جامع او پراخ ټولنيز، فرهنګي او سياسي حرکت پر جوړېدو کار روان و، چې د افغاني ټولنې د ټولو خواوو دردونو او اړتياوو ته ځواپ ووايي، هوجره او مسجد، طالب او زده کوونکى، مدرسه او ښوونځى، ملا او ښوونکى، بډاي او غريب، لوړ پوړى او ټيټ پوړى او د ټولنې بېلابېل اقشار، ګروپونه او پرګنې سره نږدې کړي، پخوانيو دردونو او کړاوونو ته د درملنې نسخه پيدا کړي، په ټولنه کې د پخوانيو او اوسنيو بحرانونو لپاره حل لاره راوباسي او د نويو کړکېچونو د پېښېدو مخه ونيسي.
له نېکه مرغه د افغانستان ملي تحريک موقته دارالانشا، چې د هېواد له پخو ليکوالو، پوهانو او مخورو تجربه کارو شخصيتونو جوړه ده، پر دې بريالۍ شوه چې ددې هېوادپال، اسلامپال او سمونپال تحريک لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره جوړه او د (افغانيت، اسلاميت او انسانيت) تر پراخ مفهوم لاندې خپل کارونه سره منظم کړي.
له هغې ورځې چې د افغانستان ملي تحريک خپل لومړني کارونه پيل کړي، نو د غړو او مينوالو شمېر يې زرګونو تنو ته رسېږي.
د ملي تحريک موقته دارالانشا د تحريک له ټولو غړو او نورو هغو مينوالو او لېوالو افغانانو څخه، چې غواړي د تحريک غړيتوب ترلاسه کړي، هيله کوي چې د تحريک د کړنلارې، تګلارې او نورو تيوريکو موادو د ترلاسه کولو لپاره د تحريک له دارالانشا سره اړيکي ونيسي. دارالانشا هيله لري چې د ملي تحريک ټول غړي، مينوال او لېوال د تګلارې او نورو تيوريکو موادو له ترلاسه کولو وروسته، موقتې دارالانشا ته د تګلارې د لابډاينې او د تحريک د نورو کارونو د پرمختيا لپاره خپل نظرونه، وړانديزونه او رغنده اندونه راولېږي.

 

په درناوي
د افغان ملي تحريک موقته دارالانشا

 

  • د ملي تحريک د ځينو قلموالو له خوا له پخوا څخه د تحريک د تګلارې او کړنلارې د جوړونې کار پيل شوی و، موقتې دارالانشا ددې تګلارې لومړنۍ مسوده تياره او عمومي غونډې ته يې د تصويب لپاره چمتو کړه. د تګلارې سريزه په دې ډول ده:

 

لومړنۍ مسوده

 

د افغانستان ملي تحريک
(هېوادپال، اسلامپال او سمونپال تحريک)
(ژوند، پوهه او ګروهه)
( افغانيت، اسلاميت او انسانيت)

 

 

سريزه:
کله چې د افغانستان لرغوني تاريخ ته ګورو او بیا معاصر تاريخ ته نظر اچوو، نو وينو چې د تاريخ په هر پړاو کې د افغانانو ژوند له خورا سختو ستونزو او بحرانونو سره مخامخ شوی دی، د تېر تاريخ دقيقه څېړنه او ارزونه موږ ته ډېرې تجربې راښيي او د روښانه راتلونکي لپاره مثبت پيغامونه راپه ګوته کوي. د شلمې پېړۍ په بهير، په تېره بيا د نږدې نيمې پېړۍ بحراني حالات بيا موږ ته په سياسي، ټولنيز، علمي او کلتوري ډګر کې ډېرې  پخې او پېچلې تجربې راپه ګوته کوي، د سياسي، ټولنيزو او کلتوري خوځښتونو راټوکېدل، پرمختګ، له منځه تلل او فزيکي ټکرونه، ټول هغه مسايل او تجربې دي، چې موږ ترې ښه الهام اخيستلای شو.
د تېرو ګڼو تجربو په رڼا کې د ټولنې د ناروغيو اساسي تشخيص په کار دی، دا چې اکثره سياسي، فرهنګي، پوځي او ټولنيز خوځښتونه تر ډېره بريده مثبتې پايلې ته نه دي رسېدلي، يو اساسي علت يې ممکن دا وي، چې دا ټول خوځښتونه سره همغاړي، څنګ په څنګ او لاس په لاس نه وو، د پرمختګ سرعت يې مساوي او موازي نه و، نو ځکه تر ډېره حده د يو بل بشپړونکي نه شول. کله سياسي بهير وړاندې تللی، خو له پوځي ځواک څخه چې کله کله  د وخت اړتيا وي، شاته پاتې شوی او يا هم فرهنګي بهير ترې بلې غاړې ته پاتې شوی، کله فرهنګي بهير مخې ته تللی، خو د سياسي او اقتصادي ملاتړ د نشتوالي او يا هم کموالي له امله بېرته هغه کلتوري خوځون هم ټکنی شوی او يا په ټپه ودرېدلی دی. په دې ډول د ټولنې رغنده عناصرو يو بل سره موازي او متناسب حرکت نه دی کړی. د تېرو ټولو تجربو په رڼا کې اوس داسې يو حرکت، خوځون او تحريک ته اړتيا ده چې پورتنۍ ټولې تجربې، اړتياوې او برياوې په خپله لمن کې راونغاړي، له نيمګړتياوو، ماتو او ستونزو څخه عبرت واخلي، له برياوو تجربه ترلاسه کړي او ټول افغان ولس ته له بحرانه د وتلو اساسي لاره اواره کړي. داسې يو غورځنګ، تحريک او خوځون چې په سياسي ډګر کې هم د ټولنې لارښوونه وکړي، په مذهبي ډګر کې هم، په کلتوري ډګر کې هم، په اقتصادي او ټولنيزه برخه کې هم او د ټولنې په نورو اړتيا وړ برخو کې هم. د داسې يو تحريک او خوځون لپاره له ډېرې مودې راهيسې هيلې هم وې او اړتياوې هم.
همدې هيلو او اړتياوو ته په پام او د هېواد د نن او راتلونکي، ضرورتونو ته په کتو سره د يوه لوی، دقيق، هر اړخيز او سراسري، ملي، اسلامي، ټولنيز، کلتوري، سمونپال، ملتپال او هېواد پال تحريک لومړني بنسټونه ايښودل کېږي. په دې تګلاره او کړنلاره کې ددې تحريک موخې، ليدلوری، اندونه، لرليدونه او د فعاليت څرنګوالی په ګوته شوي دي. دا تحريک به د همدې تګلارې له مخې خپل فعاليتونه ترسره کوي. د ملت د سوکالۍ او د هېواد د ښېرازۍ لپاره به خپلې هڅې کوي. د تګلارې او کړنلارې جوړښت په دې ډول دی:

  • د چنګاښ پر (۲۶) مه نېټه په ولسي جرګه کې له سرپل ولايت څخه راغلي يو وکيل (انور سادات) د پښتنو او د هېواد د ملي ګټو پر ضد ناوړه څرګندونې وکړې، د ملي تحريک غړو سملاسي د هغه پر وړاندې غبرګون وښود او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې د انور سادات څرګندونې وغندلې. دا اعلاميه د رسنيو له لارې خپره او د زياتو هېوادوالو د خوښې وړ وګرځېده. د اعلاميې متن په دې ډول دی:

د اعلاميې متن

  • د چنګاښ پر (۲۹) مه نېټه په کابل کې د مدني ټولنو فدرېشن د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د (انور سادات) څرګندونې وغندلې، ملي تحريک د فدرېشن له غړو او مدني ټولنو سره يوځای د سادات دا خبرې وغندلې او له حکومته يې وغوښتل چې انور سادات او د هغه په شان نور اشخاص د عدالت منګولو ته راکاږي.
  • د چنګاښ پر (۲۹) مه نېټه ملي تحريک له يو شمېر نورو مدني ټولنو او خوځښتونو سره يوځای د انور سادات د نيونې لپاره رسمي غوښتنليک ورتسليم کړ. ددې غوښتنليک متن په دې ډول دی:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لويې څارنوالۍ محترم مقام ته!

د ۱۳۹۲ ل کال د چنګاښ پر (۲۶)مه  نېټه په ولسي جرګه کې د سرپل ولايت يو وکيل (سيد انور سادات) د هېواد لوی، عظيم او غيرتي قوم (پښتون) ته د ملت په کور کې سپکاوی وکړ او داسې سپوره، ترخه او کرکجن الفاظ يې استعمال کړل، چې د هېڅ افغان له شان او شوکت سره نه ښايي. دا په داسې حال کې ده چې پښتانه په افغانستان کې له هر لوري کړول کېږي او ځورول کېږي، خو دې عظيم قوم د هېڅ ناتار پر وړاندې خپل استقامت، ثبات او اوسېله له لاسه نه دي ورکړي او نور وروڼه قومونه او ټول افغانان يې د خپلې پراخې لمن، اوسېلې او مهربانۍ له امله نازولي دي. خو دې کې هم هېڅ شک نه شته چې دا هغه غيرتي قوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې د هېڅ فرد، افرادو، ډلو، بهرنيو يرغلګرو او د هغوی کورنيو تالي څټو سپکاوی، تحقير او توهين نه دی زغملای او نه به يې  وزغمي. موږ د پښتانه قوم د بېلابېلو مدني، ټولنيزو، فرهنګي او سياسي بنسټونو استازي، د يوه متمدن او اصيل قوم د استازو په توګه، ستاسو له محترم مقام څخه هيله کوو چې د اساسي قانون د محتوياتو او د جزا د قانون له مفرداتو سره سم (سيد انور سادات) د قانون منګولو ته راکاږئ، د ولسي جرګې غړيتوب يې تعليق او قانون پرې په بشپړ ډول تطبيق کړئ، چې نورو دا ډول اشخاصو، ډلو ټپلو او پرديپالو عناصرو ته د عبرت سبب شي او که چېرې عدلي او قضايي ارګانونه پر دې ډول اشخاصو د قانون د تطبيق له مسوليت څخه ځان باسي، نو افغان ولس په ځانګړي ډول پښتون قوم بيا د نورو عرفي، مدني او ټولو بشري قوانينو پر تطبيق تر هر چا ښه پوهېږي او وس يې هم لري.


په درناوي

  • د افغانستان د مدني ټولنو فدرېشن
  • د نن ځوانانو مدني ټولنه
  • پښتون خوځښت
  • افغان يون
  • د افغانستان ملي تحريک
  • ځوان ځواک مدني خوځښت
  • صميم ادبي ټولنه
  • د امن بشري موسسه
  • د غلجيو او هوتکو سراسري شورا
  • د ځاځيو قومي شورا او د ځوانانو فرهنګي ټولنه
  • د چنګاښ پر (۳۰)مه نېټه ملي تحريک له هغو خوځښتونو سره ملګرتيا وکړه چې د انور سادات پر ضد يې د پارلمان مخې ته مظاهره وکړه، ملي تحريک دغه راز د اسد يا زمري مياشتې پر (لومړې) نېټه مثبت بدلون ټولنې او نورو ټولنو سره يوځای د انور سادات څرګندونې وغندلې.
  • ملي تحريک د اسد پر (۷)مه نېټه تر (۵۰) کلونو وروسته هغه خلا او نيمګړتيا ډکه او پوره کړه چې د کابل ښار په زړه (پښتونستان واټ) کې موجوده وه، دا سيمه د پښتونستان واټ په نامه يادېده، خو ددې (۵) لسيزو په بهير کې يې ليکلې لوحه نه درلودله. ملي تحريک په خپل لګښت دې ځای ته د (پښتونستان واټ) په نامه (۴) لوحې جوړې او څلورو سړکونو ته يې مخامخ نصب کړې او په دې ډول يې هغه (۵۰) کلنه نيمګړتيا له منځه يوړله چې په دې برخه کې تراوسه موجوده وه. د ملي تحريک دا حرکت د ګڼو هېوادوالو د هرکلي سبب شو.
  • ملي تحريک د چنګاښ له (۱۵) بيا د زمري تر (۱۵) پورې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه د لسګونو، مدني، ټولنيزو، فرهنګي او خيريیه ټولنو له استازو سره ملاقاتونه کړي، د هغو له نظرونو څخه يې د ملي تحريک د راتلونکو پلانونو او کارونو د پراختيا لپاره ګټې پورته کړي. دې ټولنو ملي تحريک ته ويلي چې دوی به له ملي تحريک سره د همکارو او ملګرو ټولنو په توګه کار کوي.
  • ملي تحريک د زمري پر (۱۲)مه نېټه سروبي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې سېلاب ځپلو ته هغه مرستې ورسولې چې د ملي تحريک د غړو په واسطه د هېواد د با احساسه ملي پانګوالو او سوداګرو له خوا برابرې شوې وې. د ملي تحريک غړو پنځه سوه کورنيو ته لومړنۍ اړتيا وړ مرستې ورسولې، خلکو د ملي تحريک له غړو مننه وکړه چې دوی لومړني کسان وو، چې سېلاب ځپلو ته يې ځان راورساوه. د ملي تحريک غړو دا مرستې له دغو ښاغلو راټولې کړې وې: حاجي نجيب زراب، حاجي محمد ابراهيم هېوادوال، حاجي صيب امانزاده، حاجي نظرمحمد ستانيکزی، حاجي کريم اڅکزی، احسان الله اڅکزی، حاجي خان محمد منګل، قومندان محمدزمان مموزی، حاجي فضل کريم فضل، محمد داود يار او حاجي محمد حسن حسام.
  • ملي تحريک د پخوانیو مرستو په لړ کې یو ځل بیا د د افغانستان ملي تحريک غړو او د ژوندون ټلوېزیون مشرتابه سروبي ولسوالۍ ته سفر وکړ او سېلاب ځپلو سیمو ته يې د بهر مېشتو افغانانو مرستې ورسولې. ددې هيئت په ترکيب کې د سروبي د خلکو يو قومي مشر او مخور شخصيت ښاغلي قدرت الله سهاک، د ژوندون ټلوېزيون موسس پوهنوال محمد اسمعيل يون او د ملي تحريک غړو ګډون درلود.
  • مظلومو او اړو هېوادوالو ته يوه ستره ډالۍ: د افغانستان ملي تحريک د ژوندون راډيو ټلوېزيون، ختيځ د عامې روغتيا  ټولنې او د افغاني سرې مياشتې ټولنې په ملګرتيا د هېواد د خپلواکۍ د څلور نوييمې کاليزې په وياړ، خپلو اړمنو، ضرورتمندو، بېوزلو، د جګړې ټپيانو او نورو هغو ناروغو افغانانو ته چې وينې ته اړتيا لري، خپله وينه په وړيا ډول ډالۍ کړه. د (وينې ډالۍ) پر ورځ په سلګونو هېوادوالو په دې بهير کې ونډه واخيسته او په لسګونو زره سي سي وينه يې خپلو بېوزلو او اړمنو هېوادوالو ته ډالۍ کړه د وينو ډالۍ پر ورځ افغان ډاکترانو، روغتيا پالانو او نورو هېوادوالو وويل: ((دا ورځ به زموږ په ذهن کې د خوښۍ د يو جشن او خوږې خاطرې په توګه پاتې وي. داسې مثبته او بیا په دې کيفيت پېښه موږ د هېواد په تاريخ کې ډېره کمه ليدلې ده.))
  • د ارزښتونو او ویاړونو پالنه: د افغانستان ملي تحريک له لوري د زمري یا اسد اته ویشتمه د ګران افغانستان د خپلواکۍ (۹۴) کاليزه په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه. په دغه ویاړ جوړه شوې غونډه کې د ملي تحريک غړو، دافغان حکومت چارواکو، ملي شورا غړو او زرګونو افغانانو ګډون کړی و. غونډه د اجنډا سره سم دوه برخې وه چې په لومړۍ برخه کې د تحريک د پیغام په ګډون سیاسي تبصرې او په دوهمه برخه کې تفریحي برخې لکه ملي سندې او اتڼونه شامل و. چې د ملي تحريک دغه ګام هم د هیوادوالو له لوري وستایل شو.
  • پښتون په تراژيدۍ کې او د ژغورنې لار

ملي تحريک تر پورته عنوان لاندې يوه نړيوال علمي سيمينار جوړ کړ ،په دې سیمینار کې د هیواد او له هیواده بهر پښتنو لیکوالانو او څېړونکو برخه اخیستې وه، او پر اړینو موضوعاتو،ننګونو او حل لارو یې خپلې ليکنې وړاندې کړې. ددې سيمينار د ليکنو عنوانونه په لاندې ډول دي:
۱- د سيمې استخبارات او پښتانه
۲- تېره يوه لسيزه او وژل شوي پښتانه مشران
۳- د مدرسې او ښوونځي واټن او د پښتون ماشوم برخليک
۴- شمالټلواله او پښتانه
۵- مذهبي افراط او پښتانه
۶- پښتانه او نړيواله ټولنه
۷- پښتانه او د مفاهمې هنر
۸- د پښتنو ځانساتي مشران
۹- ښوونځی سوځونه او د پښتنو راتلونکی
۱۰- د پښتون مشرتابه خلا
۱۱- پښتانه او اوسنی سياست
۱۲- پښتانه او افراطيت
۱۳- پراخ کميت او موثر کيفيت
۱۴- پښتانه او رسنۍ
۱۵- اقتصادي فقر او د پښتنو راتلونکی
۱۶- پښتو او سيالې ژبې
۱۷- جګړه او د پښتنو کلتوري ارزښتونه
۱۸- د لر و او برو د پيوستون لارې چارې
۱۹-  پښتانه روښنفکران او مضر احتياط
۲۰- پښتانه او نړيوالتوب
۲۱- پښتانه او هنري نړۍ
۲۲- د پښتو ليکني سمون لارې چارې
۲۳- پښتو او پښتانه چارواکي
۲۴- پښتانه او عربي نړۍ
۲۵- پښتانه او ګاونډيان
۲۶- پښتانه او انتخابات
۲۷- پښتانه او د نړۍ زبرځواکونه

  • د افغانستان ملي تحريک د سنبلې پر (۹) مه نېټه له پښتنو او بلوڅو سره د پيوستون ورځ يا د پښتونستان جشن هم په شاندارو مراسمو سره ونمانځه او یو ځل بيا لرې او نږدې رقيبانو او سيالانو ته دا په ډاګه کړه چې دا قوم په تراژيدۍ کې هم ژوندی دی او لا هم خپل ارزښتونه پالي او د مرګ له ګواښه نه وېرېږي. په یاده نمانځغونډه کې هم په زرګونو هیوادوالو ګډون کړی و، چې د مشرانو د ویناوو تر څنګ ملي ترانې، سندرې او اتڼونه هم ترسره شول.
  • اسلامپالنه: د افغانستان ملي تحريک د اسلام د مقدس دين د اصلي جوهر د خپراوي او تبلیغ لپاره د هیواد ټولو علمای کرامو، لیکوالو او پوهانو ته په خورا درنښت بلنه ورکوي چې د اسلام د سپېڅلي دین په هر برخه کې په پښتو ژبه کوم ليکلی او ناچاپ اثر لري ،د ملي تحريک دارالانشا ته دې د چاپ او خپراوي لپاره راولېږي. ملي تحريک به د دیني او فرهنګي چارو د کمیسیون او متبحرو عالمانو او ليکوالو د یوې ګډې کمېټې تر ارزونې او سمون وروسته ددې اثارو د چاپ او خپراوي لپاره اقدام وکړي .موږ یو ځل بیا له خپلو ټولو علمای کرامو څخه په درنښت هيله کوو چې په خپله ژبه د اسلام د مقدس دين وړانګې، د هیواد هر کور،هر کلي،هرې درې او هرې سيمې ته ورسوي، او په دې ډول هر افغان پرې منور او ټول ژوند مو بختور کړئ!
  • ددې ګڼ شمېر لویو فعالیتونو تر څنګ د افغانستان ملی تحريک یو شمېر کوچنۍ کړنې هم ترسره کړي او ددې ټولو سره جوخت یې د تحريک د لا پراختیا او غنامندۍ په موخه ګڼ شمېر خپلمنځي غونډې او ناستې ، د مشرانو سره مشورې او د نظریاتو ادلون بدلون ، د تحريک مطبوعاتي چارې او د فکري ځوانانو جلب او جذب هم تر سره کړی.