د افغانستان ملي تحریک


افغانیت ، اسلامیت او انسانیت


ژوند ، پوهه او ګروهه

:

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د افغانستان ملي تحريک د يوه ژمن، شعوري، فکري، ټولنيز، فرهنګي، اسلامي او سياسي خوځښت په توګه  د اسلامپالنې، هېوادپالنې، ملتپالنې او سمونپالنې پر لوري چټک ګامونه پورته کوي. ژوند، پوهه او ګروهه، افغانيت، اسلاميت او انسانيت  يې اساسي اصول دي او د همدې ايډيالونو لپاره کار کوي.

 

 

د افغانستان ملي تحریک شعارونه

د افغانستان ملي تحریک سرود

 

د افغانستان ملي تحريک
( افغانيت، اسلاميت او انسانيت)

 

د تېرو څو کلونو په بهير کې د يو زيات شمېر افغان مفکرينو، ليکوالو پوهانو، فرهنګيانو، قومي شخصيتونو، ځوانانو او د مدني ټولنو د ځينو فعالانو له خوا د داسې يو جامع او پراخ ټولنيز، فرهنګي او سياسي حرکت پر جوړېدو کار روان و، چې د افغاني ټولنې د ټولو خواوو دردونو او اړتياوو ته ځواپ ووايي، هوجره او مسجد، طالب او زده کوونکى، مدرسه او ښوونځى، ملا او ښوونکى، بډاي او غريب، لوړ پوړى او ټيټ پوړى او د ټولنې بېلابېل اقشار، ګروپونه او پرګنې سره نږدې کړي، پخوانيو دردونو او کړاوونو ته د درملنې نسخه پيدا کړي، په ټولنه کې د پخوانيو او اوسنيو بحرانونو لپاره حل لاره راوباسي او د نويو کړکېچونو د پېښېدو مخه ونيسي.
له نېکه مرغه د افغانستان ملي تحريک موقته دارالانشا، چې د هېواد له پخو ليکوالو، پوهانو او مخورو تجربه کارو شخصيتونو جوړه ده، پر دې بريالۍ شوه چې ددې هېوادپال، اسلامپال او سمونپال تحريک لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره جوړه او د (افغانيت، اسلاميت او انسانيت) تر پراخ مفهوم لاندې خپل کارونه سره منظم کړي.
له هغې ورځې چې د افغانستان ملي تحريک خپل لومړني کارونه پيل کړي، نو د غړو او مينوالو شمېر يې زرګونو تنو ته رسېږي.
د ملي تحريک موقته دارالانشا د تحريک له ټولو غړو او نورو هغو مينوالو او لېوالو افغانانو څخه، چې غواړي د تحريک غړيتوب ترلاسه کړي، هيله کوي چې د تحريک د کړنلارې، تګلارې او نورو تيوريکو موادو د ترلاسه کولو لپاره د تحريک له دارالانشا سره اړيکي ونيسي. دارالانشا هيله لري چې د ملي تحريک ټول غړي، مينوال او لېوال د تګلارې او نورو تيوريکو موادو له ترلاسه کولو وروسته، موقتې دارالانشا ته د تګلارې د لابډاينې او د تحريک د نورو کارونو د پرمختيا لپاره خپل نظرونه، وړانديزونه او رغنده اندونه راولېږي.

 

په درناوي
د افغان ملي تحريک موقته دارالانشا

 

د اړيکو شمېرې:

 

0777400116

  0708198197

0770170380


برېښناليک:

 

info@melitahrik.com 

melitahrik@yahoo.com

melitahrik@gmail.com