د افغانستان ملي تحریک


افغانیت ، اسلامیت او انسانیت


ژوند ، پوهه او ګروهه

:

بسم الله الرحمن الرحيم

درنو او قدرمنو لوستونکو!
دا د افغانستان ملي تحريک لومړنۍ مسوده ده، تاسو ته وړاندې کېږي، هيله ده ددې مسودې د لا بشپړتابه، ښه والي او سمون لپاره خپل لیکلي نظريات، وړانديزونه او اندونه موږ ته راولېږئ. د تګلارې او کړنلارې د ښه والي لپاره ستاسو نظريات خورا مهم دي. دا نظرونه د تګلارې د سمون کمېټې ته سپارل کېږي، سمون جرګه به انشاالله ددې نظرياتو ګټورې برخې په تګلاره کې ځايوي او تر هغه وروسته به يې د تحريک عمومي جرګې ته د تصويب لپاره سپاري.


(د ملي تحريک دارالانشاء)


 

د افغانستان ملي تحريک
(هېوادپال، اسلامپال او سمونپال تحريک)
(ژوند، پوهه او ګروهه)
( افغانيت، اسلاميت او انسانيت)

 

سريزه:
کله چې د افغانستان لرغوني تاريخ ته ګورو او بیا معاصر تاريخ ته نظر اچوو، نو وينو چې د تاريخ په هر پړاو کې د افغانانو ژوند له خورا سختو ستونزو او بحرانونو سره مخامخ شوی دی، د تېر تاريخ دقيقه څېړنه او ارزونه موږ ته ډېرې تجربې راښيي او د روښانه راتلونکي لپاره مثبت پيغامونه راپه ګوته کوي. د شلمې پېړۍ په بهير، په تېره بيا د نږدې نيمې پېړۍ بحراني حالات بيا موږ ته په سياسي، ټولنيز، علمي او کلتوري ډګر کې ډېرې  پخې او پېچلې تجربې راپه ګوته کوي، د سياسي، ټولنيزو او کلتوري خوځښتونو راټوکېدل، پرمختګ، له منځه تلل او فزيکي ټکرونه، ټول هغه مسايل او تجربې دي، چې موږ ترې ښه الهام اخيستلای شو.
د تېرو ګڼو تجربو په رڼا کې د ټولنې د ناروغيو اساسي تشخيص په کار دی، دا چې اکثره سياسي، فرهنګي، پوځي او ټولنيز خوځښتونه تر ډېره بريده مثبتې پايلې ته نه دي رسېدلي، يو اساسي علت يې ممکن دا وي، چې دا ټول خوځښتونه سره همغاړي، څنګ په څنګ او لاس په لاس نه وو، د پرمختګ سرعت يې مساوي او موازي نه و، نو ځکه تر ډېره حده د يو بل بشپړونکي نه شول. کله سياسي بهير وړاندې تللی، خو له پوځي ځواک څخه چې کله کله  د وخت اړتيا وي، شاته پاتې شوی او يا هم فرهنګي بهير ترې بلې غاړې ته پاتې شوی، کله فرهنګي بهير مخې ته تللی، خو د سياسي او اقتصادي ملاتړ د نشتوالي او يا هم کموالي له امله بېرته هغه کلتوري خوځون هم ټکنی شوی او يا په ټپه ودرېدلی دی. په دې ډول د ټولنې رغنده عناصرو يو بل سره موازي او متناسب حرکت نه دی کړی. د تېرو ټولو تجربو په رڼا کې اوس داسې يو حرکت، خوځون او تحريک ته اړتيا ده چې پورتنۍ ټولې تجربې، اړتياوې او برياوې په خپله لمن کې راونغاړي، له نيمګړتياوو، ماتو او ستونزو څخه عبرت واخلي، له برياوو تجربه ترلاسه کړي او ټول افغان ولس ته له بحرانه د وتلو اساسي لاره اواره کړي. داسې يو غورځنګ، تحريک او خوځون چې په سياسي ډګر کې هم د ټولنې لارښوونه وکړي، په مذهبي ډګر کې هم، په کلتوري ډګر کې هم، په اقتصادي او ټولنيزه برخه کې هم او د ټولنې په نورو اړتيا وړ برخو کې هم. د داسې يو تحريک او خوځون لپاره له ډېرې مودې راهيسې هيلې هم وې او اړتياوې هم.
همدې هيلو او اړتياوو ته په پام او د هېواد د نن او راتلونکي، ضرورتونو ته په کتو سره د يوه لوی، دقيق، هر اړخيز او سراسري، ملي، اسلامي، ټولنيز، کلتوري، سمونپال، ملتپال او هېواد پال تحريک لومړني بنسټونه ايښودل کېږي. په دې تګلاره او کړنلاره کې ددې تحريک موخې، ليدلوری، اندونه، لرليدونه او د فعاليت څرنګوالی په ګوته شوي دي. دا تحريک به د همدې تګلارې له مخې خپل فعاليتونه ترسره کوي. د ملت د سوکالۍ او د هېواد د ښېرازۍ لپاره به خپلې هڅې کوي. د تګلارې او کړنلارې جوړښت په دې ډول دی:

 

 

تګلاره
لومړی څپرکی
عمومي موخې

 

لومړۍ ماده: ((د افغانستان ملي تحريک)) يو سياسي، ټولنيز، کلتوري او ملي تحريک دی، چې د افغانانو له خوا جوړ شوی او په افغانانو پورې اړه لري.
دويمه ماده: ((ژوند، پوهه، ګروهه)) او ((افغانيت، اسلاميت او انسانيت)) د ملي تحريک مرکزي شعارونه دي، چې ددې تحريک د لويو هدفونو څرګندونه کوي. ددې شعارونو تفسير، تعبير او تفصيل ددې تګلارې په نورو ضمايمو کې بيان شوی دی.
درېيمه ماده: (د افغانستان ملي تحريک) په رسمي اسنادو کې په همدې نامه يادېږي، خو لنډيز يې په (افغان ملي تحريک)، (ملي تحريک) او (تحريک) هم يادېدلاي شي.
څلورمه ماده: د افغانستان وداني، پرمختګ او ښېرازي او د افغان ولس سوکالۍ، خوشالۍ او ارامي ددې تحريک لوی هدفونه او ارمانونه دي.
پينځمه ماده: د افغانستان ملي تحريک، د افغانستان د اساسي قانون، نورو مدني او وضعي قوانينو په رڼا کې د خپل فعاليت مسير ټاکي او له دې قوانينو سره سم خپلې کړنې ترسره کوي.
شپږمه ماده: د افغانستان ملي تحريک نړيوالو قوانينو ته ژمن دی. د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړيواله اعلاميه او د بشري حقونو ټولو هغو نړيوالو ټولنو، کنواسيونونو او قوانينو ته درناوی لري، چې تراوسه پورې د نړيوالې ټولنې له خوا جوړ شوي او تصويب شوي دي.
اوومه ماده: سوله ييز کار او له تشدده لرې مبارزه د افغانستان د ملي تحريک اساسي اصول دي او د همدې اصولو په رڼا کې خپلو هدفونو ته ځان رسوي.
اتمه ماده: د افغانستان ملي تحريک له وسلوالې مبارزې سره لېوالتيا نه لري، خو کله چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي ارزښتونو د ملاتړ نورې سوله ييزې لارې چارې نه وي، د هېواد د نافذو قوانينو په رڼا کې به د نورو هېوادوالو ترڅنګ له وسلوالې مبارزې څخه هم ډډه ونه کړي.
نهمه ماده:د افغانستان ملي تحريک د افغانستان ملاتړ او له ځانه دفاع خپل قانوني حق ګڼي او له ټولو څرګندو او ناڅرګندو قانوني لارو ګودرو څخه له دې حق ځنې کار اخلي.
لسمه ماده: ملي تحريک يو بيرغ او ځانګړی نښان لري، چې ددې تحريک د ماهيت او ملي ارزښتونو څرګندونه کوي. د بيرغ رنګ ابي او نښان له قلم، کتاب، د غنم له وږي او د صنعت له ګرارۍ څخه جوړ دى.
يوولسمه ماده:ملي تحريک د مرحوم ملنګ جان شعر (دا زموز زېبا وطن) چې ارواښاد استاد اولمير په خپل خواږه غږ ويلى، د خپل رسمي سرود په توګه غوره ګڼي، خو ددې ترڅنګ تحريک خپل ځانته نورې ملي ترانې هم لري.
دولسمه ماده: ملي تحريک د ټولو افغانانو ترمنځ له جنس، سيمې، توکم او مذهبي تعلقاتو پرته د تساوي پر اصل ټينګار کوي او د همدې اصل له مخې د افغانانو ترمنځ د ورورولۍ، يووالي، حقيقي تساوۍ او سوکالۍ لپاره کار کوي.
ديارلسمه ماده: ملي تحريک د قومونو په نامه د تساوي شعار د اکثريت قوم د طبيعي کيفيت د کمزوري کولو وسيله ګڼي او د قومونو د تساوي پرځاي د ټولو افغانانو ترمنځ فردي او د حقيقي تساوۍ پر اصل ټينګار کوي.
څوارلسمه ماده: ملي تحريک ګڼ ګونديز او څو ګونديز سيستم د ولسواکۍ يو اصل ګڼي، خو دا اصل تر هغه بريده پالي چې د انارشۍ حد ته ورداخل نه شي او هېواد له بې ثباتۍ او ګډوډۍ سره مخ نه کړي. ملي تحريک د سياسي ګوندونو د مالي سرچينو په رڼاوي ټينګار کوي.
پينځه لسمه ماده: ملي تحريک د افغانانو د مثبت کلتوري هويت د ساتنې او د کلتوري پرمختيا لپاره کار کوي، د پرديو ناوړه کلتوري يرغل د مخنيوي لپاره دقيقې، پرځای او د وخت له غوښتنو سره سم هڅې او هاند کوي.
شپاړسمه ماده: ملي تحريک د هر افغان د لوستوالۍ لپاره هلې ځلې کوي، د افغانانو لوستوالي يې يو لوى هدف او ارمان دی.
اوه لسمه ماده:ملي تحريک په افغانستان کې  د دايمي او عادلانه سولې او ثبات لپاره له ټولو ممکنه لارو څخه کار اخلي.
اته لسمه ماده: ملي تحريک د افغانستان د چاپېريال ساتلو او خوندي کولو لپاره هڅې کوي او کوښښ کوي چې د هېواد راتلونکي نسل ته د خوندي چاپېريال په برابرولو کې خپله ونډه تر هر چا زياته ترسره کړي.
نولسمه ماده: ملي تحريک د هر افغان لپاره د سالم سياسي فعاليت د زمينې د برابرولو غوښتونکی دی. دا سياسي فعاليت تر هغه بريده مجاز ګڼي، چې د بل چا سياسي ازادي زيانمنه نه کړي، ملي يووالي او د هېواد ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان ونه رسوي.
شلمه ماده:  ملي تحريک په هېواد کې پر هر وخت د سياسي واک د سوله ييز انتقال پلوي کوي، چې له ټاکنيزو او يا نورو دوديزو او قانوني لارو څخه بايد ترسره شي. د زور او زر استعمال او د نورو نامعقولو او نامشروع لارو له کارونې سره مخالف دی.
يوويشتمه ماده: ملي تحريک د بيان د ازادۍ ټينګ ملاتړ کوي، خو د بيان د ازادۍ حدود بايد تر هغه حده وي، چې قانون ورته تثبيت کړي دي. ملي يووالي، ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان پېښ نه کړي او ګډوډۍ ته لاره اواره نه کړي.
دوه ويشتمه ماده: ملي تحريک د افغانستان د اوسني سياسي، فزيکي او جغرافيايی جوړښت د لا زيات خونديتابه لپاره هلې ځلې کوي او د ټولو هغو فردي يا ډله ييزو کورنيو او بهرنيو کړيو او ډلو په ټينګه مخالفت کوي، چې غواړي ددې وجود يوه برخه زيانمنه کړي.
درويشتمه ماده: ملي تحريک په هېواد کې هېڅمهال د بهرنيو پوځي حضور سره لېوالتيا نه لري. خو کله که نړيوال مجبوريتونه او د هېواد ملي ګټې ددې غوښتنه وکړي چې د ټاکلي وخت لپاره بهرني ځواکونه د افغان ولس په خوښه له قانوني لارو دلته مېشت شي، نو دا قوتونه بايد په افغانستان کې د ټولنيز، سياسي، ايتنيکي طبيعي جوړښت د ګډوډولو سبب نه شي او د واک او ځواک پرديپالي، تصنعي او ناعادلانه سرچينې بايد رامنځته نه کړي.
څلورويشتمه ماده:ملي تحريک په داسې حال کې چې د افغانستان په تېره غميزه کې له ښکېلو جګړه مارو غاړو څخه غچ اخيسته عملاً ممکنهنه بولي، خو د انتقالي عدالت ټينګ پلوی کوي او تر هر نامه لاندې تېرو جګړه مارو غاړو ته د هر ډول امتيازاتو د ورکړې مخالف دى.
پينځه ويشتمه ماده: ملي تحريک په افغانستان کې د سراسري سولې، طبيعي او دايمي ثبات لپاره هيله لري چې افغانستان خپل طبيعي حدود هم ترلاسه کړي، ملي تحريک به په دې برخه کې د نړيوالو اصولو، په ختيزو ټولنو کې له دوديزو لارو او د  نورو مدني قوانينو په رڼا کې هڅه او هاند کوي.
شپږ ويشتمه ماده:ملي تحريک په افغانستان کې د هغو سياسي او پوځي ډلو نظريات او عملونه ردوي، چې زموږ په خاوره کې د نورو هېوادونو د هدفونو لپاره نيابتي جګړه کوي او يا د هغو له خوا کارول کېږي.
اوه ويشتمه ماده: ملي تحريک د اساسي قانون له روحيې سره سم، په ټول افغانستان کې د پوهنې په ګډون، پر متوازن او متناسب پرمختګ ټينګار کوي او په دې برخه کې د هر ډول درغلۍ، چالاکۍ او نورو نامشروعو لارو له کارونې او ناوړه ګټې اخيستنې سره مخالفت کوي.
اته ويشتمه ماده: ملي تحريک د هېواد د طبيعي سرچينو، ځنګلونو، کانونو، اوبو او نورو ځمکتلو سرچينو د ساتنې غوښتونکى دى او په دې برخه کې تر وروستي بريده خپلې هلې ځلې کوي.
نهه ويشتمه ماده: ملي تحريک په افغانستان کې د قانون د حاکميت لپاره له ټولو قانوني سرچينو سره د ښې ملګرتيا او همکارۍ غوښتونکى دى.
دېرشمهماده: ملي تحريک په افغانستان کې د عدلي، قضايي، انتخاباتي او بشري بنسټونو او سازمانونو د ناپېيلتوب پر اصل ټينګار کوي.
يو دېرشمه ماده: ملي تحريک د ژبنيو او کلتوري محروميتونو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي او کوښښ کوي، چې د وخت له غوښتنو او امکاناتو سره سم د پېړيو پېړيو ژبني او کلتوري محروميتونه په معقوله لاره اوار کړي.
دوه دېرشمه ماده: ملي تحريک په افغانستان کې د يو داسې قوي مرکزي رياستي نظام پلوي کوي، چې په ټول هېواد کې د قانون واکمني ټينګه کړي، خو که د وخت په تېرېدو سره نيمه رياستي- نيمه پارلماني نظام او يا پارلماني نظام د افغانستان له شرايطو سره سم، د افغانستان په ګټه وي، ټول ولس يې غوښتونکی وي، ملي تحريک به ورسره مخالفت ونه کړي، خو ملي تحريک په اوس وخت کې  پارلماني، نامتمرکز او فدرالي نظام له ټولو ډولونو سره په دې خاطر سخت مخالف دی، چې د افغانستان بې ثباتۍ او وېشنې ته لاره اواروي.
دري دېرشمه ماده:ملي تحريک د لږکيو د حقوقو د خونديتابه لپاره هلې ځلې کوي، خو په افغانستان کې د يو شمېر لږکيو د (حقوقو) له مدعيانو سره د ځينو ګاونډيو هېوادونو پټ او ښکاره نامشروع مناسبات او لمسونې غندي او ددې ډول نامعقولو روابطو، چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته زيان پېښوي، د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.
څلور دېرشمه ماده: ملي تحريک کوچيانو ته د لومړنيو، منځنيو او لوړو زده کړو، د هغوى د مالدارۍ د پراختيا، د څړ ځايونو د خونديتابه او د هغوى د مېشتېدنې لپاره هلې ځلې کوي او دې برخو ته د اړوند مراجعو پام را اړوي.
پينځه دېرشمه ماده:  ملي تحريک پر هر افغان (نر او ښځه) د لومړنيو زده کړو د اجباري کولو پلوي کوي او د امکان تر حده د حکومت له خوا د هر افغان لپاره د لومړنيو اړتيا وړ طبي اړتياوو د رسولو غوښتونکى دى.
شپږ دېرشمه ماده:  ملي تحريک د ټولو نامسوله وسله والو ډلو د بې وسلې کولو غوښتونکى دى او د هر  ډول ناقانونه وسلې له ګرځولو او کارونې سره مخالف دى.
اوه دېرشمه ماده:  ملي تحريک له ګاونډيو هېوادونو څخه غواړي ، پر هېڅ وخت د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، د پخواني شوروي له ميراث خور (اوسنۍ روسيې) څخه غواړي، افغانستان ته د جنګي غرامت پر ورکړې سربېرهپه افغانستان کې د کرل شويو ماينونو په ايستلو کې خپل مسوليت ادا کړي.
اته دېرشمه ماده: ملي تحريک د فردي سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي، د ښځو او نارینه وو لپاره د زده کړې د زمينې د برابرولو لپاره کار کوي، پر ښځو د جبري ودونو او په بدو کې د ښځو د ورکولو مخالفت کوي.
نهه دېرشمه ماده: ملي تحريک د ماشومانو پالنې او روزنې ته ځانګړی ارزښت ورکوي، د خصوصي، دولتي او نادولتي ښوونځيو او وړکتونونو له لارې د هغوی د روزنې او پالنې لپاره هڅې کوي او پر ماشومانو د درنو کارونو د مخنيوي لپاره هلې ځلې کوي.
څلوېښتمه ماده: ملي تحريک د ټولنيز رغون او سمون لپاره هلې ځلې کوي او هغه کلتوري او ټولنيزې ناخوالې، بنديزونه او نور ډول ډول مشکلات چې زموږ ټولنه يې له ستونزو سره مخ کړې او د پرمختګ له کاروانه يې شاته پرې ايښې، د هغو ټولو پر وړاندې معقوله مبارزه کوي.
يو څلوېښتمه ماده : ملي تحريک به د فقر، نالوستۍ او بې روزګارۍ پر وړاندې مبارزه کوي، همدا فقر دی، چې ټولنه له بې ثباتۍ سره مخامخوي.
دوه څلوېښتمه ماده: ملي تحريک د دين او مذهب له مقدس نامه څخه د هر ډول ناوړه استفادې مخالف دى او غواړي په ټولنه کې د اسلام اصلي جوهر عملي شي.
دري څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي، د اسلامي او نورو مدني لارښوونو په رڼا کې د ولس دنيايي چارې سمبال او د خلکو د سوکالۍ لپاره لاره اواره کړي.
څلور څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي د مسجد او هوجرې، مدرسې او ښوونځي، ملا او ښوونکي، طالب او زده کوونکي او ښار او کلي ترمنځ هغه واټن ،چې د پېړيو پېړيو ناسمو مناسباتو زېږنده دی، له سالمو، معقولو او معتدلو لارو له منځه يوسي او د ټولو خواوو ترمنځ د رغنده پيوستون زمينه برابره کړي.
پينځه څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي د افغانستان په تېره غميزه کې د جګړې د ټولو قربانيانو د پاللو او د هغو د اولادونو د روزنې او پالنې لپاره مناسب پروګرامونه جوړ او عملي کړي او د اړوندو موسسو پام ورته را واړوي.
شپږ څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي، د افغان مجاهد ملت د جهاد حماسه د يو څو تنو مجاهد نماوو له انحصاره وژغورل شي او وياړ يې ټول ملت ته ورسېږي.
اوه څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي په افغاني ټولنه کې وخت پر وخت پېښدونکو بحرانونو ته پر خپل وخت حل لارې ومومي.
اته څلوېښتمه ماده: ملي تحريک هڅه کوي په لومړي ګام کې د لرو برو پښتنو افغانانو او بيا په ټوله نړۍ کې د خورو ورو مېشتو افغانانو ترمنځ د فکري، کلتوري او ټولنيز پيوستون او په ډېرو برخو کې د ګډ کار او ملګرتيا زمينه برابره کړي.
نهه څلوېښتمه ماده: ملي تحريک د نړۍ د چټک پرمختګ او په هغه کې د (نړيوالتوب) د نوي جريان مخالفت نه کوي، ملي تحريک هڅه کوي په نړيوال کلي کې د افغانانو د خپل ښايسته کور هويت او حيثيت پر خپل ځای خوندي او څرګند وي.
پنځوسمهماده: ملي تحريک هڅه کوي د ناسم نړيوال ميډيايي او کلتوري يرغل د مخنيوي لپاره خپل دفاعي رسنيز او کلتوري سيستم جوړ کړي او هغه د وخت له غوښتنو سره سم کارنده وساتي.
يو پنځوسمهماده: ملي تحريک د حکومت په ټولو ادارو کې د لياقت اصل ته ترجيح ورکوي، خو تر هغه پورې چې کسبي لياقت د عدالت بشپړو پولو ته رسېږي، د سيمه ييزو توازن او لياقت د ټولو اصلونو او ضرورتونو په نظر کې ساتلو باندې ټينګار کوي او په دې برخه کې د عملي عدالت غوښتونکى دى.
دوه پنځوسمه ماده: ملي تحريک د افغانستان د ملي پوځ د ټولو ارګانونو او بنسټونو پر بشپړ ناپېيلتوب ټينګار کوي او هيله لري چې هېڅ ډول سياسي، تنظيمي او اتنيکي تمايلات ملي پوځ کې ځاي پيدا نه کړي.
دري پنځوسمه ماده: ملي تحريک له ټولو ګاونډيو هېوادونو څخه د نړيوالو اصولو په رڼا کې د ښه ګاونډيتوب غوښتونکى دى، خو د ډيورنډ د کرښې معضله ددې جبري کرښې دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو حق ګڼي او په دې برخه کې د هېڅ ډول کورنيو منفي عناصرو او بهرنيو فشارونو او د هغو د پرېکړو منلو ته غاړه نه ږدي.
څلور پنځوسمه ماده: ملي تحريک په هېواد کې د تصنعي، امتياز طلبو او حکومتي اپوزېشنو او نورو هغو ډلو او عناصرو مخالفت کوي، چې له هر ډول نامعقولو او نامشروعو لارو څخه ناقانونه امتيازات ترلاسه کوي. ملي تحريک به د هر هغه شخص، ډلې، حکومت او يا هم ګوندونو ملاتړ کوي چې کارونه يې د ملت عمومي ګټي پالي.
پينځه پنځوسمه ماده: ملي تحريک هېڅکله د هېواد د ملي ګټو د خطر په حالت کې چوپه خوله نه کېني، د هر ډول مضر احتياط او مضر مصلحت مخالفت کوي او په ولس کې د حق پاللو لپاره د جرئت او همت روحيه پياوړې کوي.
شپږ پنځوسمه ماده: ملي تحريک د يو شمېر هغو ورځچارو، ځانساتو او ابن الوقت اشخاصو هم په ټينګه مخالفت کوي، چې د همدې محافظه کارۍ له امله قوم، سيمې، ژبې او نورو  نومونو ته د نسبي انتساب له کبله د مقام او څوکۍ خاوندان شوي دي. دا ډول عناصر د کار قوه او جرئت نه لري، خو د قومي اجنډا لرونکو ډلو او تنظيمونو له خوا پر دې څوکيو ګومارل کېږي او د يو قوم او سيمې حقوق پرې خوړل کېږي.
اوه پنځوسمه ماده: ملي تحريک پر قومي او مذهبي بنسټونو او تمايلاتو د افغانستان په اداري واحدونو کې له تغير او بدلون راوړلو سره سخت مخالف دى. اداري واحدونه بايد د نفوسو په انډول او د جغرافيا د څومره والي له مخې، د خدماتو د اسانتيا په موخه اصلاح او جوړ شي، په دې برخه کې بايد د تېرو څو لسيزو او راتلونکي احتمالي بې عدالتيو مخه ونيول شي.
اته پنځوسمه ماده: ملي تحريک په ټول افغانستان کې د بشري خدمتونو او ټولنيزې ودې لپاره سرشمېرنه ضروري ګڼي، خو ټينګار کوي چې سرشمېرنه بايد د کورنيو او بهرنيو ناپېيلو سرچينو له لوري  وشي. د ګاونډيو هېوادونو د سياسي تمايلاتو او نورو غرضونو مخه بايد ونيول شي.
نهه پنځوسمه ماده: ملي تحريک پر هر وخت او هر زمان په ټولو حکومتي او ناحکومتي ادارو کې له فساد او د فساد له ټولو ډولونو سره مخالف دى، ملي تحريک به هر وخت تر خپلې وسې پورې د فساد د له منځه وړلو لپاره مبارزه کوي.
شپېتمه ماده: ملي تحريک د مخدره توکو له کښت، کر او قاچاق سره مخالف دى. ملي تحريک هيله لري د افغان بزګرو مجبوريتونه له معقولو لارو او د انډول کښت  په وسيله رفع شي. ملي تحريک به ددې پديدې د له منځه وړلو لپاره هر ډول هلې ځلې وکړي.
ـ
ـ
ـ

 

کړنلاره
دويم څپرکی
د تحريک داخلي اصول

 

يو شپېتمه ماده: د افغانستان ملي تحريک د خپلو داخلي چارو د پرمخبيولو لپاره يو شمېر معيارونه، اصول او پرنسيپونه لري، چې غټ يې په لاندې ډول په ګوته کېږي:

  • تحريک مشخص او ټاکلي تشکيلات لري چې د همدغو تشکيلاتو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه تنظيموي.
  • په تحريک کې غړيتوب او بېرته ترې وتل په خپله خوښه دى.
  • د تحريک پرېکړې د رايو په اکثريت ترسره کېږي، خو له ځينو حالاتو پرته چې کړنلارې ورته نغوته کړې ده. د تحريک غونډه هغه وخت قانوني بڼه لري چې تر نيمايي زيات غړي يې حاضر وي.
  • د نظم او دسپلين درلودل او د اکثريت پرېکړو ته غاړه ايښودل د تحريک نور اصول دي.
  • د تحريک د کارونو د اجرا پر مهال يو غړی پر بل احسان نه شي بارولای.
  • که چېرې په ټاکنيز بهير کې د تحريک دوه غړي يوه واحد پوست ته کانديد وي او ددواړو رايه سره مساوي شي، په دې حالت کې د غړي کاري تجربې او د تحصيل درجې ته اهميت ورکول کېږي او دويم ځلي ټاکنو ته اړتيا نه شته.
  • د تحريک ټول غړي په خپلو چارو کې د رڼاوي او سپيناوي اصل ته ډېره ترجيح ورکوي.
  • د تحريک غړي د فکر او عمل پر يووالي ډېر ټينګار کوي او دا اصل ډېر زيات پالي.
  • د تحريک ټول غړي خپل منځي وړې او لويې ستونزې، لانجې او د نظر اختلاف له تحريکه بهر نه باسي او ددې ډول شخړوحل اړوندې څانګې ته سپاري.
  • د تحريک هر غړى د تحريک په داخل کې د فکر او نظر د بيان پوره ازادي لري، خو دا ازادي بايد د تحريک د بل غړي يا غړو او يا هم د تحريک د عمومي شخصيت د زيانمنېدو سبب نه شي. د تحريک غړي د بيان د ازادۍ په برخه کې تر هېڅ فشار او څار لاندې نه نيول کېږي.
  • که د تحريک په کوم غړي کې څه ستونزه موجوده وه او د تحريک بل غړي ته معلومه وي نو تر ټولو لومړى دې خپله ورسره شريکه کړي او د ستونزې د انتشار مخه دې ونيسي، که پر دې کار ونه شو، اړوندې څانګې ته دې خبر ورکړي.
  • د تحريک هر غړى د غړيتوب او ګډون ونډې پر ورکړې مکلف دى.
  • ګډون ونډه چې یوازې يو ځل ورکول کېږي منځنی حد يې (۵۰۰) افغانۍ او  د غړيتوب مياشتنۍ ونډه لږ تر لږه هره  مياشت (۱۰۰) افغانۍ ده، د تحريک هغه غړي چې اقتصاد يې ښه دى، که د خپل مياشتني عايد په سلو کې (١-٢) برخې او يا تر هغو زياته برخه تحريک ته وقف کړي، تحريک به يې هر کلي وکړي، خو دا کار اجباري نه دی.

 

درېيم څپرکي
د تحريک د تمويل سرچينې

 

دوه شپېتمه ماده: تحريک له بېلابېلو مشروعو او قانوني لارو څخه خپل مالي امکانات برابروي، چې دلته يې يادونه کېږي:

  • ګډون ونډه.
  • د غړيتوب مياشتنۍ ونډه.
  • د غړو، ملي پانګوالو او سوداګرو  وړيا مرسته او بسپنه.
  • عشر او زکات.
  • د ټولنې چاپي او الکترونيکي نشرات.
  • د تحریک د فکری او فزیکی تولیدی موادو له لارې.
  • دېته ورته له نورو معقولو، مشروعو او قانوني لاروڅخه.

 

څلورم څپرکی
د تحريک د واک سرچينې

 

دري شپېتمه ماده:ملي تحريک د واک منظمې او قانوني سرچينې لري، چې د خپلو صلاحيتونو په حدودو کې خپل فعاليتونه پرمخ بيايي. دا سرچينې په دې ډول دي:
جرګه:عمومي جرګه، لارښوده جرګه، مرکزي اجرائيه جرګه، ولايتي جرګه، ولسوالۍ جرګه او کليوالې جرګې. دا جرګې د تحريک په جوړښت کې شاملې دي، چې هره يوه يې خپلې دندې او صلاحيتونه لري.
عمومي جرګه: دا جرګه  په کال کې يو ځل غونډه کوي، عمومي جرګه د ولایتی او د ولسواليو د جرګو د استازو،  د بنسټګرو غړو او  اجرائيه جرګې د غړو په ګډون جوړېږي.دا جرګه د ملي تحريک د واک تر ټولو غټه سرچينه ده.
عمومی جرګه د ملي تحریک کلنی راپور اوري او ارزوي يې، د تحریک په تګلاره او کړنلاره کې بدلون راوستلای شي او تحریک نويو مسایلو او غوښتنو ته د ځواب ورکولو جوګه کوي.
لارښوده جرګه: د تحريک له انتخابي متخصصو غړو جوړه جرګه ده، چې د تحريک پاليسي جوړوي، د تګلارې د تطبيق څار کوي او اجرائيه جرګې ته د کار تګلوری ټاکي. لږ تر لږه په مياشت کې يو ځل غونډه کوي او د اړتيا پر وخت يې غونډې زياتېدلای شي. ددې جرګې غړي د عمومي جرګې له خوا ټاکل کېږي، عمومي شمېر (۷۵) تنو ته رسېږي.
مرکزي اجرائيه جرګه: د تحريک له اجرائيي مشر، مرستيالانو او منشيانو څخه جوړه جرګه ده، چې د تحريک له تګلارې سره سم د تحريک ټول فعاليتونه ترسره کوي او لارښودې جرګې ته يې راپور وړاندې کوي.
د تحریک مرکزي اجرائيه جرګه يو رئیس (۴) مرستيالان او (۲) منشيان لري، رئيس، (۴) مرستیالان او (۱) منشی یې د عمومي جرګې او يو منشي يې د رئيس له خوا ټاکل کېږي. هره جرګه یوه دارالانشا لری چې د اجرائيه جرګې تر لارښوونې لاندې کار کوي. د ټولو اجرائيه جرګو رئيسان د څلورو کلونو او پاتې انتخابي غړي يې د درېو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د مرکزي اجرائيه جرګې رئيس د خپلو مرستيالانو او منشيانو په مرسته د ټول هېواد په کچه د تحريک ورځينۍ چارې پرمخ بيايي او له لارښودې جرګې څخه د مياشتني کاري مسير په ټاکنه کې مرسته غواړي، خو رئيس او اجرائيه جرګه کولای شي ورځنيو مسايلو ته په خپله  په عاجل ډول ځواب ووايي.
د اداري پرسونل ټاکنه، استخدام، تغير او تبديل او ګوښه کول د مرکزي اجرائیه جرګې د رئيس صلاحيت دی. د ولايتي جرګو د ادارې پرسونل ټاکنه د هغو په وړانديز او د مرکزي اجرائيه جرګې د رئيس او د ولسوالۍ جرګې د پرسونل ټاکنه د هغو په وړانديز او د ولايتي اجرائيه جرګې د رئيس په منظورۍ ترسره کېږي.

  • د عمومي غونډې رابلل، مشري کول، د لارښودې جرګې مشري او د فوق العاده غونډو رابلل، د ولايتي جرګو د ګډې غونډې مشري کول، عمومي غونډې ته د کلني راپور وړاندې کول.
  • د ولايتي جرګو د اجرائيه جرګو د کارونو څارنه او لارښوونه.
  • د تحريک د هغو اسنادو لاسليکول، چې له تحريکه بهر نورو مهمو مراجعو ته لېږل کېږي.
  • په ملي او نړيوالو کنفرانسونو، غونډو او سيمينارونو کې د تحريک دريځ څرګندول. د اجرائيه جرګې د رئيس د کارونو او صلاحيتونو له جملې څخه دي.

ولايتي جرګه:په ولايتي کچه د تحريک تر ټولو واکمنه جرګه ده، چې په يوه ولايت کې د تحريک ټولې چارې سمبالوي، د ولسواليو د جرګو مشران يې د غړو په توګه دي، د چارو د سمون لپاره يوه اجرائيه جرګه او يوه دارالانشا لري. اجرائيه جرګه يو رئيس، دوه مرستيالان او دوه منشيان لري، رئيس او مرستيالان د ولايتي جرګې له خوا او منشيان د رئيس په خوښه ټاکل کېږي.
ولسوالۍ جرګه:هره ولسوالۍ يوه ولسواليزه جرګه لري، چې د کليوالو جرګو مشران ددې جرګې غړي ګڼل کېږي. ولسوالۍ جرګه هم يوه اجرائيه جرګه او دارالانشا لري، اجرائيه رئيس او مرستيالان د ولسوالۍ جرګې د غړو له خوا ټاکل کېږي، خو د منشيانو ټاکنه بيا د اجرائيه رئيس کار دی.
کليواله جرګه: د تحريک اساس له کلي پيلېږي، په هر کلي کې د تحريک غړي په خپل منځ کې راټولېږي او له خپل منځه يو تن د کليوالي جرګې د رئيس او دوه تنه يې د مرستيالانو په توګه ټاکي. يو منشي خپله د کليوالي جرګې د رئيس له خوا غوره کېږي.
ښاري ناحيې په تشکيلاتي جوړښت کې د يوې ولسوالۍ حيثيت لري او ګذرونه د کلي. په ښارونو کې هم تشکيلات د پورتني فورمول له مخې تنظيمېږي.
کله که په ولايتي، ولسوالۍ او يا هم د کلي په کچه په ټاکنو کې ستونزه وه او يا هر ډول مشکلات وو، نو مرکزي اجرائيه جرګه کولای شي د يوه ټاکلي وخت لپاره د ولايتي جرګې مشرتابه، د ولايتي جرګې مشرتابه د ولسوالۍ او د ولسوالۍ جرګې مشرتابه کولای شي په ترتيب سره د کليوالي جرګې مشرتابه وټاکي.
په نورو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو لپاره هغه هېواد د يوې ولايتي جرګې او بېلابېل ښارونه يې د ولسواليو د جرګو په شان تشکيلات لري.

 

پنځم څپرکی
د ملي تحريک څانګې

 

ملي تحريک د خپلو چارو د سمون لپاره بېلابېلې څانګې لري، چې هره څانګه له خپلو موخو سره سم خپل کارونه پرمخ بيايي. دا څانګې او د هغو د کار څرنګوالی په لاندې ډول دی:
څلور شپېتمه ماده، د ديني عالمانو څانګه: ملي تحريک د ديني عالمانو يوه ځانګړې څانګه لري، چې اسلامي چارې  سمبالوي. دا څانګه دا لاندې دندې او واکونه لري.

  • په اسلامي روحيه د تحريک د غړو سمبالول.
  • د عبادتځايونو او مسجدونو جوړونې، ښکلا او پاکۍ لپاره ولس ته لازمې مشورې ورکول.
  • له معيار او ضرورت سره سم د نويو مدرسو او مسجدونو د جوړونې لپاره خلکو ته مشوره او د نقشو برابرول.
  • د مدرسو، ښوونځيو، ملا او معلم، هوجرې او مسجد ترمنځ د پېړيو پېړيو واټن د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې.
  • له رسنيو او نورو لارو چارو څخه خلکو ته د اسلام د اصلي جوهر او پيغام رسول.
  • د تحريک مشرانو او نورو غړو ته وخت پر وخت د لازمو مشورو ورکول.
  • له اسلامي احکامو سره سم د تحريک د فعاليتونو څېړنه او ارزونه.
  • د تحريک پر غړو د ناوړه تورونو د لګولو د مخنيوي لپاره هلې ځلې.
  • د ديني اثارو ليکل، ژباړه او بيا فرهنګي څانګې ته د چاپ، تکثير او نشر لپاره د هغو سپارل.
  • په کورنيو او بهرنيو ديني ورکشاپونو، سيمينارونو او غونډو کې د تحريک په استازۍ ګډون.

پينځه شپېتمه ماده، د سياسي چارو څانګه: ملي تحريک د سياسي چارو د سمبالښت، پرمختګ او پرمخبيولو لپاره د سياسي چارو څانګه دا لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • د تحريک د تګلارې او کړنلارې مواد تطبيقوي.
  • مشرتابه ته سياسي مشورې ورکوي.
  • ورځيني سياسي مسايل ارزوي.
  • د تحريک په استازۍ په سياسي او نورو اړوند چارو او غونډو کې برخه اخلي.
  • له نورو څانګو سره د تګلارې د ليدلوري په تشخيص او تطبيق کې مرسته کوي.
  • د هېوادنيو او ملي ارزښتونو لپاره سياسي دفاعي سيستم جوړوی.
  • د خلکو د سياسي او ټولنيز شعور په لوړاوي کې ونډه اخلي.
  • د هېواد دښمنه عناصرو د ناوړه سياسي تبليغاتو مخه نيسي.
  • د بېړنيو او  سياسي پېښو لپاره عاجلې او ضروري پرېکړې کوي.
  • د تحريک غړي له سياسي انحراف او ابهامه ژغوري.

 

شپږ شپېتمه ماده، د فرهنګي چارو څانګه: ملي تحريک د خپلو فرهنګي او نورو هېوادنيو فرهنګي چارو لپاره د فرهنګي چارو څانګه لري. دا  لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • د ملي تحريک د ټولو نشراتي موادو طرح، ډيزاين، چاپ او خپراوی.
  • د تاريخي، ملي، کلتوري ورځو نمانځل. د ملي، سياسي، ټولنيزو شخصيتونو د کارونو ځلول او د نمانځغونډو جوړول.
  • د امکاناتو په حالت کې د تحريک لپاره د يو نشراتي ارګان، چاپي،راډيو ټلوېزیوني، انټرنېټي او وېبسايټ مرکز جوړول او ددې ټولو برخو فعالول او د کارونو سمبالول.
  • د تحريک له نشراتو څخه د عايداتو ترلاسه کول او مالي څانګې ته يې سپارل.
  • د ملي تحريک د غړو او نورو ازادو ليکوالو د ګټورو اثارو تشخيص او چاپ ته تيارول.
  • له کورنيو علمي بنسټونو او له قانون سره سم له بهرنيو فرهنګي او علمي مرکزونو سره د تماسونو ټينګول.
  • د تحريک د اعلاميو، ابلاغيو، اعلاناتو او نورو اړوندو مسايلو خپرول.
  • د سياسي، ټولنيزو، علمي او کلتوري مباحثو او مناظرو لپاره د تحريک په استازۍ د تحريک غړو ته د ګډون د زمينې برابرول.
  • له خپلې وسې سره سم د تحريک د غړو او هم د عامو افغانانو لپاره له قانونيلارو د ښوونځيو، روزنځيو، پوهنتونونو، حرفه يي انستيتيوتونو او علمي مرکزونو جوړول.
  • د نورو د کلتوري او ژبنيو يرغلونو د مخنيوي لپاره د دقيقو، موثرو او عملي پلانونو جوړول.
  • د هېواد  نالوستي قشر ته د سواد د زده کړې د زمينې د برابرولو لپاره هڅې او هاند.
  • وخت پر وخت د بېلابېلو ادبي، سياسي، ټولنيزو، هنري او علمي کتابونو چاپ، تکثير او نشرول.
  • د ملي او اسلامي ارزښتونو ځلول او پالل.
  • د مدرسې او ښوونځي، طالب او زده کوونکي، ملا او معلم، هوجرې او مسجد ترمنځ د واټن د له منځه وړلو لپاره د عملي ميکانيزمونو جوړول او عملي کول.
  • په هېواد کې د معنوي، ټولنيزو او کلتوري ارزښتونو وده، بيا راژوندي کول او لا ځلول.
  • د نړۍ له نويو او مثبتو کلتوري پرمختګونو څخه د خپل هېواد په ګټه کار اخيستل.

ملي تحريک له بهرمېشتو افغانانو سره د همېشنيو اړيکو د ټينګښت په خاطر يوه ځانګړې څانګه لري.
اوه شپېتمه ماده، د بهر مېشتو افغانانو څانګه:دا څانګه د هغو بهر مېشتو افغانانو د کارونو چارې منظموي، چې په بهرنيو هېوادونو کې مېشته دي. لاندې کارونه ددې څانګې په مهمو دندو او  مسوليتونو کې راځي:

  • بهر مېشتو افغانانو او د تحريک غړو ته د ملي تحريک د پيغامونو رسول.
  • د تحريک د غړو او نورو مطرحو بهر مېشتو افغانانو د ډېټابيس جوړول.
  • ملي تحريک ته د بهر مېشتو افغانانو او د تحريک د غړو د نظرياتو او تجربو رسول.
  • په بهر کې د تحريک په استازۍ د فرهنګي، علمي، سياسي او نورو غونډو جوړول.
  • د افغاني ټولنې له واقعيتونو څخه د هغو هېوادونو د چارواکو او موثرو شخصيتونو د ذهنونو روښانول، چې په يو نه يو ډول له افغانستان سره لېوالتيا او تړښت لري.
  • په بېلابېلو هېوادونو کې له هغو افغانانو سره د اړيکو ټينګښت چې د علم او هنر په يوه ډګر کې د ژباړې وس لري.
  • له بهر څخه تحريک ته د فرهنګي، علمي، کلتوري  موادو انتقال.
  • په نورو هېوادونو کې د افغانانو ترمنځ د افغاني ملي کلتور د ارزښتونو ژوندي ساتل، پالل او ځلول.

اته شپېتمه ماده، د ځوانانو څانګه:ملي تحريک هېواد د ځوان نسل نن او راتلونکي ته ځانګړې پاملرنه کوي. په دې برخه کې د ځوانانو يوه ځانګړې څانګه لري. دا څانګه د ځوان نسل د ښې روزنې او پالنې په موخه فعاليت کوي، لاندې دندې، صلاحيتونه او مکلفيتونه لري:

  • د ځوانانو د سياسي پوهې او بصيرت  د لوړاوي په موخه د ورکشاپونو او سيمينارونو جوړول.
  • د ځوانانو لپاره د تفريحي پروګرامونو برابرول.
  • ځوانانو ته د دوی د زده کړې او خوښې  کارونو د پيدا کولو لپاره د هڅو ترسره کول.
  • د سپورتي لوبو، مسابقو او پروګرامونو برابرول.
  • د درسي مسابقو جوړول.
  • د رسنيو له لارې د ځوانانو دغږ اوچتول
  • د ځوانانو د ډول ډول مشکلاتو د حل لپاره هغو ته د سالمو مشورو ورکول.
  • د نوي ژوند د جوړونې لپاره مشورې.
  • له احساساتي او نامعقولو کارونو څخه د ځوانانو راګرځول.
  • پر مخدره توکو د ځوانانو اخته کېدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې.

۶- ټولنيزه څانګه:
نهه شپېتمه ماده، ټولنيزه څانګه: ملي تحريک په هېواد کې د ټولنيزو ستونزو او نابرابريو د تشخيص او له منځه وړلو لپاره د ټولنيزو چارو څانګه لري. دا څانګه لاندې دندې، صلاحيتونه او مسوليتونه لري:

  • د مدني او دوديزو قوانينو ترمنځ د ټکر مخنيوی کوي، دواړه همغاړي کوي.
  • ګټور څلي او منارونه بېرته راژوندي کوي.
  • د جرګې، مرکې، روغې جوړې او ننواتې ضروري دودونه رغوي.
  • د اشخاصو، کورنيو، خېلونو، ټبرونو او قومونو ترمنځ د زړو دښمنيو، بديو او زړه بداويو د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي.
  • د افغاني ټولنې د طبيعي ټولنيز جوړښت د بیا رغښت لپاره کار کوي.
  • عاجلو ټولنيزو مصيبتونو ته حل لارې راوباسي.

 

اويا يمه ماده، د کار موندنې څانګه: دا څانګه د تحريک د غړو او ټولو افغانانو ته د کاري مصروفيتونو د پيداکولو په موخه فعاليت کوي، لاندې دندې، مکلفيتونه او مسوليتونه لري:

  • کوښښ کوي چې د تحريک غړو او نورو افغانانو ته د حرفه يي زده کړو زمينه برابره کړي.
  • هڅه کوي په دولتي او نادولتي ادارو کې کار وړ کادرونو ته د کارموندنې لارې چارې پيدا کړي.
  • کوښښ کوي د خپلو غړو او نورو افغانانو کاري وړتيا لوړه کړي.
  • د بې روزګارۍ د کمولو او له منځه وړلو لپاره غونډې، سيمينارونه او ورکشاپونه جوړوي.
  • له کاري موسساتو سره د کار پيداکولو لپاره ګډ کار کوي.

يواويايمه ماده، د کمکيانو څانګه:ملي تحريک د کمکيانو لپاره يوه ځانګړې څانګه لري. دا څانګه د تحريک د کمکيو او تنکيو ځوانانو لپاره کار کوي. په دې څانګه کې هر کوچنی، جلۍ او هلک چې عمر يې له (شپږو څخه تر اته لسو) کلونو پورې وي جذبېږي.  دا څانګه لاندې صلاحيتونه او مسوليتونه لري:

  • د کمکيانو د روزنې او پالنې لپاره هلې ځلې کوي.
  • کوچنيانو ته د تفريحي، سپورتي او تعليمي خدماتو د برابرولو لپاره هلې ځلې کوي.
  • د کوچنيانو د تشويق په خاطر د دوی ترمنځ په بېلابېلو ډګرونو کې خپلمنځي مسابقې جوړوي.
  • د ماشومانو له کورنيو سره د هغوی د سالمې روزنې په خاطر غونډې او سلا مشورې کوي.
  • د ماشومانو ترمنځ د شخړو او جنجالونو مخنيوی کوي.
  • د ماشومانو ترمنځ پخوانۍ دوديزې سپورتي لوبې دودوي.

دوه اويايمه ماده، د ښځو څانګه: ملي تحريک په افغاني ټولنه کې د ښځو د سوکالۍ لپاره يوه ځانګړې څانګه لري. دا څانګه د ښځو د ژوندانه د ښه والي لپاره لاندې دندې سرته رسوي.
الف- ښوونيزې او روزنيزې چارې:
په دې برخه کې به دا لاندې فعاليتونو کوي:

  • هغو نجونو او ښځو ته چې د بېلابېلو عواملو له کبله له زده کړو محرومې پاتې شوي، هغو ته به د سواد د زده کړې کورسونه او متمم ښوونځي جوړوي.
  • ښځو ته به د خياطۍ، غالۍ اوبدلو، لاسي صنايعو او نورو حرفه يي زده کړو مرکزونه جوړوي.
  • په ښوونيزو او روزنيزو برخو کې به د ښځو او نجونو شکايتونه او ستونزې دولت او نورو اړوند ارګانونو ته رسوي.
  • په کليوالو او نورو لرې پرتو سيمو کې به د زده کړې د پراختيا لپاره هڅه کوي.
  • د ښځينه ښوونکو د ذهني کچې د اوچتولو لپاره به روزنيز ورکشاپونه او لنډمهالي کورسونه جوړوي.
  • له خيريه او مرستندويه موسسو او روزنيزو مرکزونو سره به د کليوالو ښوونځيو د مشکلاتو د حل لپاره تماسونه ټينګوي او د هغوی مرستې به راجلبوي.
  • ښځې به په ملي او اسلامي روحيه روزي او هڅه به کوي، ښځو ته د مدرسو او نورو مرکزونو له لارې د ديني زده کړو ښه زمينه برابره کړي.

ب- روغتيايي چارې:
په روغتيايي برخه کې به د ښځو روغتيا ته ځانګړې پاملرنه کوي، ځکه چې د ښځو د مړينې يوه اساسي وجه د روغتيا او روغتيايي امکاناتو نشتوالی دی، په دې برخه کې به د دغو لاندې کارونو د ترسره کولو لپاره هڅې کوي:

  • د صحي چارو په باب د تبليغاتي کمپاين سرته رسول.
  • د کليو او بانډو په کچه د روغتيايي لارښوونکو روزنه.
  • د لنډمهالو صحي کورسونو او ورکشاپونو جوړول.
  • د چاپېريال د پاک او خوندي ساتلو لپاره لارښوونې.
  • کليوالو او وروسته پاتې سیمو کې د طبي مرکزونو جوړولو ته د دولت پام را اړول.

ج- حقوقي چارې:
ښځو ته دا ډېره مهمه ده چې له خپلو حقه حقوقو خبرې شي او د هغو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي، دا څانګه به په دې برخه کې دغه لاندې کارونه ترسره کوي:

  • د اسلام د مقدس دين له نظره د ښځو د حقوقو تشريح.
  • د افغاني کلتور له پلوه د ښځو د حقوقو تشريح.
  • د مدني او وضعه يي قوانينو له مخې د ښځو د حقوقو تشريح.
  • د نړيوالو قوانينو له پلوه د ښځو حقوق او د ښځو پر خلاف د تبعيض د ټولو ډولونو د له منځه وړلو د تړون په باب خبرتيا، دا موضوعګانې به ښځو ته د بېلابېلو خپرونو، غونډو، سيمينارونو او ورکشاپونو له لارې تشريح کېږي.
  • عدلي او قانوني سرچينو ته د ښځو د غږ رسول.
  • د ښځو حقوقو ته د قومي مشرانو او نورو اغېزمنو اشخاصو د پاملرنې راجلبول.
  • په کليوالي سيمو کې د ښځو د حقوقو په باب د مدني قوانينو د تطبيق لپاره د دولت د پاملرنې راجلبول.
  • په سياسي، اداري، ټولنيزو، علمي او نورو چارو کې د ښځو د حقوقو د خوندي کولو لپاره هڅه.
  • د افغانستان له اساسي قانون او نورو قوانينو سره سم د ښځو حقوقو د جوتولو لپاره مبارزه او يو لړ داسې نورې هڅې چې د ښځو په حقوقو پورې اړه ولري.

د- ټولنيزې چارې:
ښځې حق لري چې د نارينه وو په شان په ټولو ټولنيزو چارو کې ګډون وکړي، په ملي تحريک کې د ښځو څانګه به په دې برخه کې لاندې کارونه ترسره کوي:

  • د ښځو د ټولنيزو ستونزو تشخيص.
  • د کورني نظام د ښه والي او د نارينه او ښځې د ښه تفاهم لپاره لارښوونې.
  • په ټولنيزو چارو کې د ښځو برخه اخيستل.
  • د ښځو د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره د دولت او اغېزمنو موسسو د پاملرنې راجلبول.

هـ- سياسي چارې:
دا يو څرګند حقيقت دی، تر څو چې ښځې په ټولنيز او سياسي ژوندانه کې فعال ګډون ونه کړي، خپل حقوق نه شيترلاسه کولای، د ښځو څانګه به دا لاندې کارونه ترسره کوي:

  • له سيمه ييزې کچې رانيولې تر هېوادنۍ کچې پورې په سياسي چارو کې د ښځو د فعال ګډون لپاره مبارزه.
  • د ښځو د سياسي فعاليتونو پر وړاندې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو لپاره د دولت پام رااړول.
  • د ښځو د سياسي هڅو لپاره د نړۍ د نورو ښځو، ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو پام را اړول.
  • د ښځو د سياسي ملاتړ لپاره د موثرو افغان شخصيتونو، ګوندونو او ټولنو د همکارۍ راجلبول.
  • ټولو انتخاباتي چارو کې د ښځو د ګډون لپاره هلې ځلې.

و- کلتوري چارې:
کلتوري چارې د ښځو په ژوندانه کې اساسي رول لري. د مېرمنو څانګه هيله لري چې دې برخې ته ځانګړی پام راواړوي او د کلتور د هرې برخې د بډاينې لپاره کار وکړي، له هغې جملې به پر دغو لاندې برخو خپل فعاليتونه زيات متمرکز کړي:

  • د ښځو د ژوندانه په باب د افغاني کلتور د ګټورو خواوو زياته ځلونه.
  • د ښځو د ژوندانه د ښه والي پر وړاندې د ځينو کلتوري خنډونو د له منځه وړلو لپاره رغوونکې مبارزه.
  • د کلتوري غونډو، سيمينارونو او ورکشاپونو جوړول.
  • د اتلو افغان مېرمنو ځلونه او پېژندنه.
  • د ښځينه ليکوالو د اشعارو، اثارو او ليکنو د چاپ لپاره هڅه او هاند.
  • د ښځو د ژوندانه د ښه والي په باب په کورنيو او نړيوالو غونډو کې د افغان مېرمنو د ګډون لپاره هڅه.
  • په رسنيزو  چارو کې د ښځو د ګډون لپاره هاند او هڅې.
  • د ليکوالۍ او ژورناليستۍ د زده کړې لپاره د لنډمهالو کورسونو جوړول.

درې اويايمه ماده، د چاپېريال ساتنې څانګه: ملي تحريک د افغانستان چاپېريال ته د ور اوښتي زيان د جبران او د چاپېريال د خونديتابه لپاره ځانګړې څانګه لري، دا څانګه لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • د هېواد د طبيعي ځنګلونو د ساتنې لپاره هڅه.
  • د نويو مصنوعي ځنګلونو د جوړونو لپاره هلې ځلې.
  • د کورني چاپېريال د پاک ساتلو لپاره خلکو ته لارښوونې.
  • د چاپېريال د ښکلا او ساتنې په خاطر د سيمينارونو، غونډو، ورکشاپونو او روزنيزو پروګرامونو جوړول.
  • د کرنيزو چارو له متخصصينو سره سلا مشورې او کروندګرو ته ددې مشورو انتقال.
  • په غرنيو او طبيعي ځنګلونو کې د مېوه لرونکو ونو پيوندول.
  • هر کال د تحريک پر هر غړي د نيالګيو د کېنولو حتمي کول، او پر هر افغان لازمي کول.
  • له نورو اړوندو دولتي او نادولتي موسسو سره د اړيکو ټينګول او د چاپېريال د ښکلا لپاره د هغو د ملګرتيا راجلبول.

۱۱- امنيتي څانګه:

څلور اويايمه ماده، امنيتي او انظباطي څانګه:تحريک يوه امنيتي او انظباطي څانګه هم لري. دا څانګه کوم وسلوال فعاليت نه لري او يوازنی هدف يې دادی چې د خپلو غړو فزيکي او معنوي امنيت خوندي کړي. دا څانګه دا لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • د تحريک غړو ته د هغوی د خونديتابه لپاره لازمې مشورې.
  • د تحريک د مشرتابه او مهمو غړو لپاره له قانون سره سم د لازم امنيتي او انظباطي چاپېريال برابرول.
  • د مخالفينو د هر ډول تهديد مخنيوی.
  • د تحريک د دفترونو او ملکيتونو خونديتابه.
  • د اټکلي خطرونو پر وړاندې د تحريک د غړو خبرول او د هغوی د ساتنې په موخه د اړوندو حکومتي مسولينو د پاملرنې را اړول.
  • د تحريک د غړو د روحيې اوچت ساتل

پينځه اويايمه ماده، انجنيرۍ څانګه:ملي تحريک د هېواد د بيا رغونې او نوې جوړونې لپاره انجنيري څانګه لري او تر خپله وسه به په دې برخه کې کار کوي.  ددې څانګې دندې او صلاحيتونه دادي:

  • د تحريک غړو ته د هغو د نويو کورونو د جوړونې او يا هم نورو افغانانو ته  د بيارغونې لپاره د سلا مشورو ورکول.
  • د تحريک غړو او عامو افغانانو ته په وړيا او يا هم په لږ فيس د هغو د شخصي ودانيو د جوړونې لپاره د نقشو ډيزاين او طرحه.
  • له کليوالو سره د بندونو، سربندونو، ويالو، څاګانو په جوړونه او ډيزاين کې مرسته.
  • د زلزلې او طبيعي افتونو د خطرونو او ضررونو د کمولو لپاره خلکو ته سلا مشورې.
  • له ديني عالمانو او ولسي مشرانو سره د مسجدونو د نقشو په جوړونه کې مرسته.
  • د طبيعي افتونو د مخنيوي لپاره د دولت پام را اړول.
  • له طبيعي شتمنيو څخه د ناوړه ګټه اخيستنې د مخنيوي لپاره هلې ځلې.

۱۳- د اړيکو او ټاکنو څانګه:
شپږ اويايمه ماده، د اړيکو او ټاکنو څانګه: ملي تحريک د تحريک په داخل کې او له تحريک څخه بهر د مناسباتو د ټینګښت او جوړښت لپاره د اړيکو او ټاکنو يوه څانګه لري.
دا څانګه لاندې دندې، صلاحيتونه او مسولیتونه لري:

  • د تحريک د بېلابېلو تشکيلاتي جوړښتونو او شخصيتونو ترمنځ د اړيکو او مناسباتو ټينګول.
  • له تحريکه بهر د ورته ډلو، حرکتونو او ګوندونو او يا اشخاصو ترمنځ د مناسباتو ټينګول.
  • له مخالفو جريانو سره د ټکر د مخنيوي او تفاهم د رامنځته کولو لپاره د روابطو ټينګول او د تحريک په استازۍ خبرې کول.
  • له نورو ډلو او حرکتونو سره د ګډو غونډو، مظاهرو او د ګډو اعلاميو د خپرولو په برخه کې د خبرو او تفاهم رامنځته کول او بيا د پرېکړو ترسره کول.
  • د تحريک په داخل کې د ټولو کورنيو انتخاباتي چارو سرته رسول.
  • له تحريکه بهر انتخاباتي چارو کې د تحريک د غړو ملاتړ او هغو ته د ګډون  د زمينې برابرول.
  • په هېواد کې او له هېواده بهر له قانون سره سم بهرنيو موسساتو سره د اړيکو ټينګول.
  • بهر مېشتو افغانانو سره د مناسباتو ټينګول، تحريک ته  د هغوی او هغوی ته د تحريک د پيغامونو رسول.
  • د تحريک د غړو ترمنځ د داخلي مشکلاتو، ستونزو او شخړو حلول او د هغو ترمنځ جرګه او مرکه کول.

۱۴- د لر او بر افغان د پيوستون څانګه:
اوه اويايمه ماده، د لر او بر افغان د پيوستون څانګه: ملي تحريک لر او بر افغان يو وجود ګڼي او ددې وجود د روغ او خوځنده ساتلو لپاره يوه ځانګړې څانګه لري.
دا څانګه لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • له لرو پښتنو افغانانو سره د اړيکو ټينګول.
  • تحريک ته د هغوی او هغوی ته د تحريک د پيغامونو رسول.
  • د لرو بر افغانانو د ملي او لويو شخصيتونو او ورځو نمانځل.
  • پر لر او بر افغان باندې د هر ډول مصيبتونو د مخنيوي لپاره ګډې هلې ځلې.
  • د پښتو ژبې د ليکني او ګړني سمون لپاره ګډې هلې ځلې.
  • د ګډو رسنيزو فعاليتونو سرته رسول.
  • د بېلابېلو مسايلو په اړه د ګډو غونډو جوړول.
  • هم په لر او هم په بر کې د پښتنو د اصلي مشرانو او خواخوږو تشخيص او د پښتنو په نامه د تصنعي، ورځچارو او ځانګټو اشخاصو د حضور مخنيوی او داسې نور کارونه.

اته اويايمه ماده، فکري او مشورتي څانګه: مليتحريکله نورو ټولنو، ګوندونو او بنسټونو سره د همغږۍ په خاطر يوه فکري اومشورتي څانګه لري.  داڅانګه لاندې صلاحيتونه او مسوليتونه لري:

  • د سترو کورنيو او هغو بهرنيو ستونزو په باب چې زموږ د ټولنې پر ژوند تاثير لري، فکر کول.
  • له نورو ګوندونو، ډلو، سازمانونو سره دهمغږۍ رامنځته کول .
    • يوه ډله، ټولنه يا فرد که غواړي د تحريک افتخاري غړي شي، ددې څانګې له خوا ورته افتخاري غړيتوب ورکول کېږي .
    • که د  کوم  سياسي ګوند غړي غواړي د تحريک غړي شي او خپل پخواني جريان سره خپله رابطه پرېږدي، د فرد يا افرادو په توګه د تحريک بشپړ غړيتوب ورکول کېږي .
    • د افتخاري غړيتوب ټولې چارې د دې څانګې له خوا تنظيمېږي .
    • دمخورو، ژبورو او مفکرو اشخاصو راټولول او له هغوی څخه د تحريک او هېواد د پرمختګونو په اړه د مشورو اخيستل،کېدی شي دا اشخاص دتحريک غړي يانه وي .
  • مشورتي او  فکري څانګه کولای شي، د تحريک غړو ته د ژوندپه هر ډګر کې لازمې مشورې ورکړي .
  • دا څانګه د تحريک مشرانو او د بېلابېلو څانګو مشرانو ته هم مشورې ورکوي او د پاليسۍ په جوړونه کې هم برخه اخلي.

 

نهه اويايمه ماده، تشکيلاتي څانګه: ملي تحريک د خپل تشکيلاتي جوړښت او رغښت په خاطر يوه تشکيلاتي څانګه لري.
دا څانګه په تحريک کې دا لاندې صلاحيتونه،دندې او صلاحيتونه لري :

    • د تحريک د تشکيلاتو جوړښت اوسمبالښت .
    • دغړو د انفکاک او جذب د راپور تهيه کول .
    • دغړيتوب  دکارتونو وېش .
    • دتشکيلاتي اسنادو خوندي کول .
    • له کليوالې جرګې نيولې ترعمومي جرګې پورې د ټولوتشکيلاتي چاروڅارنه .
    • په يوه حوزه کې د تشکيلاتي واحد زياتول ياکمول .
  • د تحريک د تشکيلاتو، ټولنو او کارونو د زېرمتون يا ډېټابيس جوړول.

 

اتيايمه ماده، مالي څانګه: ملي تحريک د خپلو مالي چارو د تنظيم او سمون په خاطر مالي څانګه لري.
دا څانګه د تحريک مالي چارې سمبالوي او لاندې صلاحيتونه او دندې لري :

  • د تحريک د بېلابېلو څانګو  د مالي چارو څارنه.
  • د ګډون ونډې او غړيتوب ونډې راټولول او تنظيمول
  • د تحريک له غړو، ملي سوداګرو ، پانګوالو او د مالي امکاناتو له نورو خاوندانو څخه د مرستې او بسپنې راټولول.
  • د عشر او زکات راټولول
  • د نورو قانوني مالي سرچينو پلټل او ترلاسه کول.
  • د تحريک د مالي پانګې د لګښت لپاره د شفاف میکانيزم جوړول.
  • عمومي غونډې ته د مالي حسابونو د کلني راپور تهيه  کول.
  • د داسې ميکانيزمونو جوړول او عملي کول چې د هغو له امله تحريک له مالي پلوه پرځان بسيا شي.

يو اتيايمه ماده، د بدني روزنې څانګه: ملي تحريک په هېواد کې د سالم مصروفيت او روغ صحت په خاطر د بدني روزنې څانګه لري.
دا څانګه د سپورت او بدني روزنې په برخه کې کار او فعاليت کوي.
لاندې دندې، صلاحيتونه او مسولیتونه لري:

  • د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سپورتي کلپونو جوړول.
  • د هېوادوالو په تېره بيا زلميانو او کمکيو ځوانانو لپاره د سپورتي بوختياوو برابرول.
  • سپورت ته د ځوانانو هڅول.
  • د دوديزو سپورتي لوبو ژوندي کول.
  • د نويو ګټورو نړيوالو سپورتي لوبو دودول.
  • خلکو ته د رسنيو له لارې د ګټورو سپورتي پيغامونو رسول.

دوه اتيايمه ماده، روغتيايي څانګه: ملي تحريک په هېواد کې د روغتيايي چارو د ښه والي او پرمختګ لپاره يوه روغتيايي څانګه لري. د تحريک دا څانګه روغتيايي چارې پرمخ بيايي. لاندې دندې، صلاحيتونه او مسوليتونه لري:

  • په لرې پرتو او کليوالو سيمو کې د صحي کلينکونو د جوړونې لپاره هڅه.
  • خلکوته د لومړنيو اړتيا وړ طبي خدماتو په باب د معلوماتو ورکول.
  • د تاريخ تېرو دواګانو د اضرارو په باب خلکو ته خبرتيا.
  • د خپل ځان او کورنۍ لپاره د صحي چاپېريال د برابرولو په هکله خلکو ته د معلوماتو ورکول.
  • د اولاد د سالمې روزنې لپاره روغتيايي مشورې.
  • د لنډمهاله او اوږد مهاله صحي کورسونو جوړول.
  • کليوالو او لرې پرتو سيمو ته د صحي خدماتو د رسولو په برخه کې د اړونده دولتي چارواکو د پاملرنې را اړول.

درې اتيا يمه ماده، د خير ښېګڼې څانګه: ملي تحريک د عامه خدمتونو او بېوزلو افغانانو سره د مرستې په خاطر يو خيريه بنسټ جوړوي. دا خيريه بنسټ يا څانګه لاندې دندې او صلاحيتونه لري:

  • له ملي پانګوالو او نورو افغانانو څخه د مرستې راټولو.
  • د بېوزلو اشخاصو او قشرونو تشخيص او تثبيت.
  • د خيريه ټولنو د مرستو راجلبول.
  • سېلابځپلو، زلزله ځپلو او هر ډول مصيبت ځپلو سيمو ته د بېلابېلو ارګانونو د پاملرنې او مرستې راجلبول.

 

شپږم څپرکی
د غړيتوب شرايط

 

درې اتيايمه ماده: تحريک د غړو د جلب او جذب لپاره يو روښانه مکانيزم، اصول او معيارونه لری، چې دلته ورته اشاره کېږي:

  • هر څوک چې افغان وي او د (اته لس) کلنۍ عمر يې بشپړ کړی وي، له رنګ، جنس، مذهب، سيمې، ژبې او نورو ټولو توپيرونو پرته د تحريک غړيتوب ترلاسه کولای شي.
  • په تحريک کې غړيتوب په خپله خوښه دی. که څوک غواړي د تحريک غړی شي، تحريک ته به په ليکلې بڼه غوښتنليک وړاندې کوي، دا غوښتنليک به د تحريک د دوو غړو له خوا تصديقېږي.
  • له تحريک څخه وتل هم په خپله خوښه دي او د ليکلي غوښتنليک له مخې ترسره کېږي.
  • يو څوک تر هغه پورې د تحريک له غړيتوبه نه ايستل کېږي، چې د تحريک د لوايحو او اصولو خلاف عمل يې نه وي ترسره کړی.
  • د تحريک له اصولو څو ځلې سرغړاوی ددې سبب کېږي، چې يو غړی خپل غړيتوب له لاسه ورکړي. په دې حالت کې غړي ته لومړی توصيه او بيا اخطار ورکول کېږي، که په دې کار هم په کې سمون رانغی، نو د غړيتوب فسخ په نظر کې نيول کېږي.
  • د غړيتوب له منځه وړل د اړوندې جرګې په وړانديز او د مرکزي اجرائیه جرګې تر تائيد وروسته د اعتبار وړ دی.

په دې لاندې حالاتو کې هم غړيتوب صلبېږي:
۱-  استعفی
۲-  مړينه
۳-  جرم
د تحريک د يوه غړي حقونه، دندې  اوځانګړنې:
الف- حقونه:

  • د تحريک هر غړی د تحريک په داخل کې د بیان د ازادۍ پوره حق لري.
  •  هر غړی کولای شي د تګلارې او اصولو په پام کې نيولو سره په تحريک کې بېلا بېلو مقامونو ته ځان نوماند کړي.
  • د تحريک هر غړی حق لري، په تحريک کې خپل غړيتوب علني يا پټ وساتي.
  • د تحريک له معنوي امکاناتو څخه سالمه ګټه اخيستلای شي.
  • د تحريک په استازۍ او يا هم په انفرادي ډول په ټولو ټولنيزو، فرهنګي او د ژوند په نورو ډګرونو کې برخه اخيستلای شي.
  • تحريک ته نوي غړي جذبولای او د هغو شخصيت تصديقولای شي.

ب- دندې او مکلفيتونه:

  • هر غړی مکلف دی، چې د تحريک له تګلارې سره سم خپله وينا او عمل عيار کړي.
  • د تحريک په داخل کې د اصولو مراعت او له تحريکه بهر د هغه د موخو ملاتړ.
  • د تحريک غړی حق نه لري، چې له تحريکه د وتو په حالت کې د تحريک له نامه څخه ګټه پورته کړي او يا هم د همدې تحريک تر عنوان لاندې فعاليت وکړي او يا هم په همدې نامه ځانته کومه څانګه پرانيزي.
  • د تحريک د غړيتوب او بيا نه غړيتوب په حالت کې د تحريک رازونه خوندي وساتي.

ج- ځانګړنې:

  • صادق، زړه سواند او باجرئته اوسي.
  • د وينا او عمل ترمنځ يې انډول برابر وي.
  • د ملي او اسلامي ارزښتونو سخت لېوال او پلی کوونکی اوسي.
  • د سختيو پر وړاندې د مقاومت جذبه ولري.
  • ليک او لوست يې زده وي او يا يې زده کړې ته ژمن وي.
  • خپل صورت او سيرت ته ډېر پام وکړي.
  • پر کشرانو مهربانه وي، د لويانو درناوی وکړي او له همزولو سره خواخوږی وي.
  • له حرامو دې ځان وژغوري.
  • اسراف دې نه کوي، لږ دې خوري او لږ دې څښي، خبرې دې په حساب او شمار برابرې کوي او له بدو خبرو دې ځان وژغوري.
  • په خوب او ويښه او په پټه او ښکاره دې خدای يادوي، د ريا عبادت دې نه کوي، د خپل ملت، هېواد او بشريت خير دې غواړي.
  • له نېکانو سره دې ډېر ګرځي او له بدانو دې ځان ژغوري.
  • زړور، متين، حياناک او غيرتمن دې وي.

 

اووم څپرکی
متفرقه حکمونه

 

څلور اتيايمه ماده: د افغانستان د ملي تحريک مرکزي دفتر په کابل کې دی، خو په بېړني حالت کې او د اړتيا پر وخت نورو ولايتونو ته هم لېږدول کېدی شي.
پينځه اتيايمه ماده: ملي تحريک خپلې عمومي غونډې د هېواد په مرکز (کابل) کې جوړوي، خو که لارښوده شورا لازمه وګڼي، دا کلنۍ غونډې په نوبتي ډول د هېواد نورو لويو ښارونو کې هم جوړېدی شي.
شپږ اتيايمه ماده: ملي تحريک په کورنيو بانکونو کې د تحريک په نامه يو بانکي حساب پرانيزي. د پيسو را ايستل د مالي څانګې د دوو اړوند مسولينو او د مرکزي اجرائيه جرګې د مشر په لاسليکونو ترسره کېږي.
اوه اتيايمه ماده: د ملي تحريک انحلال د عمومي غونډې د دوو برخو په رايو ترسره کېږي.
اته اتيايمه ماده: د انحلال په حالت کې د تحريک ټوله پانګه په دې شرط بيت المال ته ورکول کېږي، چې د تحريک په نامه علمي، خدماتي او روغتيايي مرکزونه پرې جوړ کړي.
نهه اتيايمه ماده: د ملي تحريک د عمومي او ډله ييزو پرېکړو مسوليت هم ټول تحريک ته راجع کېږي. نه يو فرد يا څو افرادو ته.
نوي يمه ماده: له نورو سیاسي ګوندونو او جبهو سره موقتي ائتلاف د لارښودې جرګې په توافق، د اجرائيه جرګې له خوا ترسره کېږي.
يو نويمه ماده: هغه مسايل او ورځنۍ چارې چې په دې تګلاره او کړنلاره کې يې يادونه نه ده راغلې خو ددې تګلارې له عمومي احکامو سره مخالفت نه لري. د لارښوده جرګې په مشوره، اجرائيه جرګه کولای شي د هغو په باب د ځانګړو طرزالعملونو له مخې خپلې چارې اعيارې کړي.
دوه نويمه ماده: که د تحريک اجرائیه مشر د بېلابېلو عواملو له امله د خپلې دندې د پرمخبيولو جوګه نه وي، مړ شي، يا استعفی وکړي، نو د سياسي چارو مرستيال به د سرپرست په توګه ټاکل کېږي او د درېو مياشتو په بهير کې به  د نوي مشرتابه لپاره ټاکنې کېږي.